IQNA

د  افریقائي ماشومانو په وسیله د قرآن کریم خاص تلاؤت(فیلم)

6:35 - February 29, 2024
د خبر لمبر: 3488806
ایکنا- دیوه مراکشي سیّل کونکی (ټوریسټ) له خوا خپره  شوي ویډیو چې  په هغې کې یو افریقائي ماشوم  په ډير خاص او ښکلي انداز سره د قرآن کریم د مریّم مبارکې سورې د څو ایتونو تلاؤت  کوي، په ټولینزو چینلونو کې ئې د کارؤنکو  تود هرکلی او پراخ غبرګون راپارولی دی.

ایکنا نیوز د ینی شفق له قوله راپور راکړ، د مراکش یو هغه سیلانی (ټوریسټ) چې دغه ویډیو ئې خپره کړې ده ،ددې په باب ئې لیکلي دي،یوه افریقائي هیواد ته  پخپل سفر کې  له یوه ورکوټي کلي خوا سره تیریدم ،نو یو ډير په زړه پورې غږ مې  غوږونو ته شو. نو د لټوَلو  په لټه کې ئې شوم او له لږ لټون وروسته  مې  ماشومان ولیدل چې  د په یوه ځای کې د اور ګیرچاپيره ناست دي  او دقرآن کریم  آیتونه تلاؤت کوي. دهغه له خوا په دغې خپرې شوي ویډیو کې   افریقائي ماشومان د مریّم مبارکې سورې ځیني آیتونه تلاؤت کوي.

قَالَ إِنِّي عَبْدُ اللَّهِ آتَانِيَ الْكِتَابَ وَجَعَلَنِي نَبِيًّا ﴿۳۰﴾  وَجَعَلَنِي مُبَارَكًا أَيْنَ مَا كُنْتُ وَأَوْصَانِي بِالصَّلَاةِ وَالزَّكَاةِ مَا دُمْتُ حَيًّا ﴿۳۱﴾ وَبَرًّا بِوَالِدَتِي وَلَمْ يَجْعَلْنِي جَبَّارًا شَقِيًّا ﴿۳۲﴾ وَالسَّلَامُ عَلَيَّ يَوْمَ وُلِدْتُ وَيَوْمَ أَمُوتُ وَيَوْمَ أُبْعَثُ حَيًّا ﴿۳۳﴾ ذَلِكَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ قَوْلَ الْحَقِّ الَّذِي فِيهِ يَمْتَرُونَ ﴿۳۴

؛ ما بنده ته خداي کتاب راکړی او زه ئې پیغمبر کړی یم(۳۰) او هرچرته چې ووسم ،پر مائې برکتونه نازل کړي  او تر څو ژوندی وم  راته ئې د لمانځه او زکواة سفارش کړی دی(۳۱) زه ئې دخپلې مور په نسبت نیک وګرځولم او سرزوری او نافرمان ئې  نه یم ګرځولی (۳۲) او پر ما درود په هغه ورځ چې  وزیږیدم  او هغه ورځ چې مړکیږم  او هغه ورځ چې ژوندي راپاڅيږم(۳۳)عیسی د مریّم زوی (بی شکه) هغه رښتیا خبرې چې  پکې شک کوي(۳۴)

https://iqna.ir/fa/news/4202312

captcha